د طالبانو ديوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شو
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...
 

د طالبانو ديوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شو

 

فراه( پژواک ٢٠لړم٩٠): د فراه امنيتي چارواکو ددې ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.

د فراه د امنيت امر محمدغوث مليار د لړم په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې افغان او بهرنيو ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهيسې ددې ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ په جي جي کلي کې چاڼيز عمليات پيل کړي و .

د هغه د معلوماتو له مخې، ددې عملياتو اساسي موخه د طالبانو د مشهور قوماندان ملاعبدالناصر نيول اويا هم وژل و.

دى وايي ، چې په دې عملياتوکې  افغان او بهرني ځواکونه  وتوانيدل ، چې ملاعبدالناصر ووژني .

مليار زياته کړه ، چې په دغو عملياتو کې او افغان او بهرنيو ځواکونو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو د سوله ساتو ځواکونو يو ټانګ ويجاړ شوى دى.

مليار وايي ، چې د جي جي په کلي کې د تصفيوي عملياتو پرمهال يې د طالبانو دوه کلاشينکوفونه ، يوه پايه مخابره ، يو ريموټ کنټرول ماين او څلور بوشکى چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي .

خو د جي جي کلي يو تن اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل ، چې ملا عبدالناصر  له  طالبانو سره هيڅ اړيکه نه درلوده .

هغه زياته کړه ، چې عبدالناصر يو پخوانى جهادي قوماندان  و، چې اوس مهال يې هيڅ ډول دنده نه درلوده .

د فراه امنيتي چارواکو دا هم وويل ، چې جي جي کلى په خاک سفيد ولسوالۍ کې د طالبانو عمده مرکز و ، چې اوس د افغان ځواکونو په ولکه کې دى .

 


نظرات شما عزیزان:

صنایع باتیک آراد
ساعت12:40---26 آبان 1390
باسلام
با نهایت احترام متقاضی تبادل لینک و تبادل بنر با وبلاگ شما میباشم
سایت ما را با عنوان "صنایع رباتیک آراد" لینک کنید.
سپس یک ایمیل حاوی عنوان لینک وبلاگتان برای ما ارسال کنید.
سایت ما دارای:
Page rank:3
500000 بازدید در روز
و دارای 4 دامنه اختصاصی
میباشد.
www.aradrobo.com
www.saha-co.com
www.robowar.ir
www.robocop.ir
با تشکر


نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب